آوای زنان افغانستان

آوای زنان افغانستان

Thursday, February 23, 2012

تشکيل نهاد زنان سازمان ملل متحد

                           

اطلاعیه
شبکه نگاه زن  به مناسبت فرا رسیدن هشتم مارچ تصمیم دارد تا درخواستی را به نمایندگی سازمان ملل متحد در افغانستان مبنی بر عضویت این کشور در سازمان زنان سازمان ملل متحد ارائه نماید.
این طرح به هدف جلوگیری از خشونت های فزاینده در افغانستان از سوی گروهها و نظام های زن ستیز در حال و آینده روی دست گرفته شده است. بدین منظور که نمایندۀ افغانستان در سازمان زنان سازمان ملل متحد به قضایای مربوط به زنان کشور بصورت جدی و اساسی رسیدگی نماید و در راستای مشارکت سیاسی زنان افغانستان برنامه های مهمی را در سطح جهانی و بین المللی تلاش های همه جانبه نماید.
در اینجا از نهادها، سازمان ها، دفاتر و تشکل هایی که در این موضوع همراه و همفکر شبکه نگاه زن می باشند خواهشمندیم تا با پیوستن به این طرح بزرگ نظریات خود را برای تکمیل این برنامه نوشته و با ارسال لوگو و نام مکمل نهادشان به دری، پشتو انگلیسی به ما همکاری نموده تا در این نامه گنجانیده شود. البته نامه قبل از ارسال به سازمان ملل متحد و عنوانی دبیر کل سازمان ملل متحد به شما ارسال تا نقطه نظرات خویش را در آن وارد نموده و بعد از نهایی شدن این درخواستی آن را بصورت رسمی تقدیم می نماییم. 
د نگاه زن شبكه د مارچ د اتمې د رارسېدو له امله هوډ لري، چې د ملګرو ملتونو د ښځو په ټولنه كې د خپل هېواد د غړيتوب په موخه يو غوښتنليك په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر ته وړاندې كړي.
دا وړانديز په افغانستان كې د ښځو پر وړاندې د هغه زياتېدونكي تاو تريخوالي د مخنيوي په موخه، چې د ښځو د حقونو ضد ډلو او نظامونو لخوا اوس او په راتلونکي کې رامنځ ته کیږي، په پام كې نيول شوى دى. تر څو په ملګرو ملتونو كې د افغانستان د ښځو استازيتوب د دې هېواد د ښځو اړونده ستونزو ته په اساسي او جدي توګه پاملرنه وكړي او د سياست په ډګر كې د افغانستان د ښځو  د ګډون په اړه په نړيواله كچه هر اړخيزه هڅې ترسره کړي.
دلته د هغو ادارو، دفترونو او ټولنو څخه، چې د نگاه زن له شبكې سره په دې برخه كې همغږي دي، هيله كوو چې خپل وړانديزونه او نظريې د دې وړانديز د بډايه كولو په موخه په دري، پښتو او انګليسي ژبو باندې وليكي او د خپل دفتر د لوګو او مكمل نوم سره يې يو ځاي مونږ ته راواستوي تر څو په دې غوښتنليك كې ورته ځاي وركړل شي. دا غوښتنليك مخكې له دې چې د ملګرو ملتونو دفتر او د دې دفتر سر مونشي ته واستول شي، يو ځل تاسو ته در استول كيږي تر څو مو خپل نظرونه په هغه كې ځاي پر ځاي كړئ او وروسته د هغه څخه بيا به مونږ دا ليك په رسمي توګه د ملګرو ملتونو دفتر ته وړاندې كوو. په درناوی
                                                              
                                                  حمیرا ثاقب  
                                                                                                        رییس شبکه نگاه زن

No comments: