آوای زنان افغانستان

آوای زنان افغانستان

Saturday, August 27, 2011

مشکلات روزافزون زنان در ولایت کندهار

                                                              
                           
کندهارکې دښځو دژوندانه ستونزې مخ په زياتيدودي
 
کندهار ښار . وخت خبري آژانس                       
د وږي
۵ مه ۱۳۹۰
افغانستان كې روانه ناامني ، كورنۍ شخړې ، په بدو كې د ښځو وركړه ، د كم عمر انجونو ودول ، د ښځو د عامه پوهاوي د كچې كمښت ، په ټولنه کې ورته كمه توجه او ورته نور د تاوتريخوالي لاملونه د ښځو په وړاندي هغه پرتي ستونزي دي چي په كندها ركي يي هم د ښځو ژوند د ستونزو سره مخ كړي.
چې همدا پيښې زيات وخت د ډيرو ميرمنو د مړینې سبب ګرځي .
يوه ميرمن چې دنوم له ښودلو یې ډډه وکړه خپله لور يې په كم عمر واده كړې او دامهال د خسر ګنۍ له لورې ورسره ناوړه چلند شوی او د خاوند له لورې ورته جواب وركړ شوی.
هغې زیاته کړه چې خپل لور یې په په بد کې د کورنیو تاوتریخوالي له امله ورکړ شوی وو.
يوه بله ميرمن چې نجیبه نومیږي بيا كمزورۍ اقتصادي ځپلي ده د خاوند ناروغي ، د كور نه شتوالي او د اولادونو د ډوډوي غوښتنې مجبوره كړي ترڅو په ځوانه ځوانۍ د بل د كور مزدوري وكړي دغه ميرمن كه څه هم د كور څخه د باندي د ښځو كار كول د خلګو پيغور بولي خو بيا هم كار كوي .
میرمن نجینبې وخت خبري آژانس ته وویل چې په افغاني ټولنه کې ښځو ته د کار زمینې برابرې نه دي او د ښځو چارو وزارت باید ښځو ته د کار زمینې برابرې کړي.
په كندهار كې د ښځو چارو ریيس اغلې رقيه اڅكزي وخت خبری آژانس سره په يوې ځانګړې مركه كې وويل چې دامهال په كندهاركې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي موجود دي.

حضور آنجلینا جولی در محاکمه ای در دادگاه لاهه

جمعه 26 اگست 2011