آوای زنان افغانستان

آوای زنان افغانستان

Saturday, June 4, 2011

برای طراوت و شادابی پوست صورت

                                            

تعجب‌ نکنید; تخم‌مرغ‌ فقط‌ برای‌ کیک‌ و غذا آفریده‌ نشده‌، بسیاری‌ از داروهای‌ پوستی‌، آرایشی‌، از این‌ آفریده‌ مفید  مدد فراوان‌ گرفته‌اند. امروزه‌ برای‌ پوست هایی‌ که‌ شادابی‌ خود را از دست‌ داده‌اند. توصیه‌ می‌شود کمی‌ سفیده‌ تخم‌مرغ‌ را (فقط‌ سفیدی آنرا) ط‌وری‌ به‌ هم‌ بزنند که‌ مثل‌ هنگام‌ تهیه‌ کیک‌، پف‌ کند و بعددراز کشیده‌، با مقداری‌ پنبه‌ آغشته‌ به‌ این‌ مایع‌ روی‌ تمام‌ پوست‌ (از پایین‌ به‌ بالا) بمالند و حدود ۱۵ یا ۲۰ دقیقه‌ همان‌ ط‌ور دراز بکشید و هیچ‌ تکانی‌ به‌ هیچ‌ کجای‌ صورت‌ ندهند یعنی‌ پیشاتی تانرا ترش نکنند، حرف‌ نزنند، نخندند
و بعد از وقت معینه وی خود را با آب شیر گرم بشوئید. امتحان کنید ، بعد از چند روزیکه این کار را کردید ، پوست تازه و شاداب خواهد داشت. 
فقط‌ دقت‌ کنید به‌ هیچ‌ وجه‌ از سفیدی‌ تخم‌مرغ‌ امروز برای‌ فردا استفاده‌ نکنید.  «همیشه باید از سفیدی تخم مرغ تازه کار گرفته شود. »
منبع: زن روز

یک هزار و یکصد محصل آماده اهدای خون به نیازمندان


                                    اته لس سوه جوانان د وینی بانک ته وینی ورکولو ته تیار دی
 تاج محمد – خوست      
په لومړي ځل د خوست د شېخ زايد پوهنتون محصلينو  ددې لپاره چې په دې ولايت کې يې د هغو خلکو چې د وينې د کمښت له امله مرګ سره مخ وه د ژغورلو په موخه يې د "ځوان ويني بانک" پرانيست چې په لومړي ځل څه د پاسه اوه سوه  محصلينو دې بانک ته وينه ورکړه.
سږکال د نوموړي بانک کليزه پر داسې مهال د يوې غونډې په ترڅ کې لمانځل کيږي چې د خوست والي عبدالجبار نعيمي سربېره د شېخ زايد پوهنتون مشر، استادانو، سلګونو محصلينو په کې برخه اخيستي وه.
د ځوان وينې بانک بنسټ ايښودنکي داود افغان غونډې ته وويل: د عاجلو پېښو پرمهال زياتو ناروغانو ځينې وخت د وينې د کمښت له امله ساه ورکوله، نو پرهمدې اساس چې د خلکو ژوند يې ژوغورلى وي، د ځوان وينې بانک یې جوړ کړى دى.
نوموړى وايي: "لومړي ځل هم کله چې دخوست په شېخ زايد پوهنتون کې د "ځوان ویني بانک" جوړ شو، 714 محصلينو څه د پاسه 35 زره سي سي وينې هدیه ورکړه."
د افغان په وينا: خوست چې يو پراخ نفوسه ولايت دى د ورځې په ګڼ شمېر کسان د خپلو ناروغانو د پاره چې وينې ته یې اړتيا درلوده راتلل. محصلين دې ته تيار دي چې د ناروغانو سره روغتون ته لاړ شي او هغوی ته وينه ورکړي.
د نوموړي په خبره: که د محصلينو په څېر نور خلک هم دې کار ته وهڅول شي نو د وينې د اړتيا پر مهال به ستونزه پاتې نه شي.
افغان وويل:" خوست کې د شېخ زايد پوهنتون 1800 تنه محصلين دې ته تيار دي چې د اړتيا پر مهال خپله وينه په وړيا توګه ناروغانو ته ور کړي."
د شېخ زايد پوهنتون د محصلينو نه په الهام اخيستو د کابل په ګډون د هېواد په ډيرو پوهنتونونو کې دې ته ورته د وينې بانکونه جوړ شوي چې د اړتيا پرمهال ناروغانو ته په وړيا توګه وينه ور کوي.
د خوست د عامې روغتيا سر پرست ریيس هديت الله حميدي وايي: د وينې په برخه کې له دې وړاندې د زياتو ستونزو سره مخ وه چې زياتره وخت ښځو د ماشوم د زيږونې پر مهال او هغه کسان چې په پيښو کې به ټپيان کېدل د وينې د کمښت له امله يې په روغتون کې ساه ورکوله.
هغه وويل: له هغه مهال راهيسې چې په خوست کې د ځوان وينې بانک جوړ شوی، د وينې د کمښت له امله د کسانو په مړينه کې کموالی راغلی دی.
د نوموړي په خبره، اوس ېې چې هر وخت وينې ته اړتيا شوه، ددې بانک له لارې به په وړيا توګه وينه لاس ته راوړي چې د خلکو ژوند و ژوغوري.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د شېخ زايد پوهنتون د محصلينو څخه مننه وکړه چې د خپلو هېوادوالو د ژوند ژغورلو په موخه وينه ورکوي.
نعيمي د ځوان وينې بانک سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه او ترڅنګ د دوهم ځل لپاره خپله 500 سي سي وينه دغه بانک ته هدیه کړه.
د خوست د منګلو موسى خيلو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکی شيرګل چې دولس کلن زوی يې د وينې د کمښت ناروغۍ سره مخ دى وايې چې د خپل ناروغ زوی د پاره يې هره مياشت پنځه سوه سي سي وينه ته اړتيا وي چې دغه کار يې يوې خوا کمزوري اقتصاد او بلې خوا د وينې د نه پيدا کېدو د ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان کړى وه.
د شيرګل په وينا: له کله چې ورته معلومه شوه چې دلته د وينې بانک جوړ شوى، هره مياشت پوهنتون ته راځي او محصلين په ورين تندي تر ملکي روغتون پورې ورسره راځي او ناروغ زوی ته یې وينه ورکوي.
هغه زياته کړه: دا څلورم ځل دی چې د خوست د شېخ زايد پوهنتون ته راځي او محصلين يې زوی ته وينه ورکوي. د ده په وینا که د پوهنتون محصلين نه وی نو اوس به يې زوی د وينې د کمښت د ناروغۍ له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی وی.
د شېخ زايد پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استاد مولوي عطاالله د اسلام له نظره په وړيا توګه د وينې ورکول تر ټولو لويه صدقه وبلله او په نورو خلکو يې هم غږ وکړ چې د اړتيا په وخت کې روغتونو ته لاړ شي او د ناروغانو سره د وينې د کمښت پر مهال مرسته وکړي.

قاچاق مواد مخدر توسط یک زن ایرانی


                                             یک زن ایرانی به 20 سال زندان محکوم شد
    خبر:عبدالعزیز ابراهیمی           
تصحیح:احمدجمیل پوپلزی
14 جوزا 1390
محکمه ابتداییه جرایم مسکرات و مواد مخدر یک خانم ایرانی را به اتهام قاچاق مواد مخدر به 20 سال حبس محکوم به مجازات نمود.
این خانم ایرانی چند پیش می خواست که بیش 9 کیلوگرام هیرویین را از بندر اسلام قلعه به ایران انتقال بدهد که از طرف نیروهای افغان بازداشت شد
در اعلامیه که از مرکز عدلی و قضایی مبارزه علیه مسکرات و مواد مخدر به آژانس خبری وخت مواصلت شده آمده است پس از آنکه، تحقیقات عدلی این متهم ایرانی از طرف ریاست څارنوالی اختصاصی جرایم مسکرات و مواد مخدر تکمیل شد،بعدآ این خانم را با دوسیه مربوطه اش جهت فیصله قضایی به محکمه ابتداییه جرایم مسکرات و مواد مخدر معرفی داشته تا به جزای اعمالش برسد.
اعلامیه می افزاید که هییت قضایی این محکمه در جلسه قضایی علنی، متهم ایرانی را به 20 سال حبس محکوم به مجازات نموده تا عبرت به سایرین باشد.
به گفنۀ اعلامیه ،خانم مذکور به منظور دفاع از حقوق و امتیازات خود وکیل مدافع داشته و در جریان جلسه قضایی علنی محکمه ابتداییه جرایم مسکرات و مواد مخدر حضور داشت که با در نظرداشت شواهد و مدارک اثباتیه انجام اعمال محکوم به مجازات شده است.
گفتنیست که فیصله این محکمه در قبال متهم فوق الذکر نهایی نبوده بل، آنان فیصله یک محکمه دو محکمه دیگر را ( محکمه استیناف جرایم مسکرات و مواد مخدر و محکمه تمیز) ستره محکمه افغانستان را در پیش دارد.
این خانم درحالی محکوم به 20 سال حبس می شود که بتاریخ 10 جوزا سال روان 9 تن قاچاقچی مواد مخدر از جانب هییت قضایی محکمه استیناف جرایم مسکرات و مواد مخدر به حد اعظم 20 سال و حداقل یکسال وشش ماه محکوم به مجازات شدند.